Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

انګلستان او سوېلي‌افریقا نن لوبه کوي.
۱۱ حوت ۱۴۰۳

انګلستان او سوېلي‌افریقا نن لوبه کوي.



د پاکستان په کوربه‌توب د چمپینزټرافي یا اتلانو جام له بي‌ ګروپ څخه نن شنبه، مارچ لومړۍ نېټه سوېلي‌افریقا له انګلستان سره سیالي لري.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان په کراچۍ لوبغالي کې پیل شي.

انګلستان له بي‌ ګروپ څخه کړې دوه لوبې بایللې دي او د مخته تګ چانس نه‌لري، خو سوېلي‌افریقا بیا دې لوبه کې بریا او یا هم په کم توپیر ماتې سره کولای شي، د دغه جام نیمه پای‌لوبې ته ووځي.

بي‌ ګروپ کې اسټرالیا په څلور امتیازونو نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړې، سوېلي‌افریقا او افغانستان درې درې امتیازونه لري چې سوېلي‌افریقا د غوره رنزرېټ په لرلو سره دویم ځای کې دی.

انګلستان بیا په دوو ماتو سره څلورم او وروستي ځای کې دی.

د اتلانو جام کې پرون جمعه، د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ لوبه د باران له امله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ته یو یو امتیاز ورکړل شو.

مطالب

انګلستان
سوېلي‌افریقا

دا خبر نورو سره شریک کړئ