Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان وردګو کې ۸ تولیدي کارخونو فعالیت پيل کړیږ
۹ دلو ۱۴۰۳

میدان وردګو کې ۸ تولیدي کارخونو فعالیت پيل کړیږ

د میدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد خان ځواک په دغه ولایت کې د شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو پانګونې سره د اتو تولیدي کارخونو د فعالیت له پیله خبر ورکوي. په دغو تولیدي کارخونو کې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. خو په دغه ولایت کې ځینې صنعتګر له اړونده مسوولینو د صنعتي ښارګوټي جوړولو او اړتیا وړ برېښنا برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو لمخې په دغه ولایت کې پر څه باندې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې روانې دي چې په راتلونکي لمریز کال کې به د صنعتګرو په اختیار کې ورکړل شي.

مطالب

میدان وردګ
تولیدي کارخونی

دا خبر نورو سره شریک کړئ