Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی.
۲۰ جوزا ۱۴۰۴

روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی.

اسوشیټېډپرېس د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی چې دا د شپې له‌خوا پر کېیف د مسکو تر ټولو لوی برید بلل کېږي. 

د راپور له مخې دا برید داسې مهال کېږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرو‌اترو تر اوسه هېڅ پایله نه ده ورکړې. د اوکراین هوايي ځواک خبر ورکړی، چې دوی د دې بې‌پیلوټه الوتکو تر ۲۷۰ ډېرې له‌منځه وړې دي. 

اسوشیټېډپرېس د اوکرایني چارواکو په حواله زیاته کړې، چې یوازې ۱۰ بې‌پیلوټه الوتکې خپلو موخو ته رسېدلي چې په پایله کې یې یو کس ټپي شوی دی.

مطالب

روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو
د نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ