درېیو ولایتونو کې ترافیکي پېښې؛ شپږ تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان دي.
په غزني، لغمان او هرات کې کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. دغزني امنیتي مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند کې د یو «فیلډر» موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.د دغه ولایت مقر ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې بیا یو مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر کړی چې لامله یې یو کس مړ دی او پنځه کسان ټپیان دي. بل پلو، د لغمان مرکز مهترلام ښار کې یو موټرسایکل له پلچک سره جنګېدلی چې په پایله کې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی. په هرات کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو بار وړونکي موټر ۱۲ کلن هلک لاندې کړی دی. پر دې سربېره، د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له کبله ۱۱ کسان ټپیان شوي چې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.