Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هاشمي: پوهنتونوته د ۲۷۰میلیونه افغانیوپه ارزښت لابراتواري توکي پېرل شوي.
۳۰ جدی ۱۴۰۳

هاشمي: پوهنتونوته د ۲۷۰میلیونه افغانیوپه ارزښت لابراتواري توکي پېرل شوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې د هېواد ټولو دولتي پوهنتونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو د ښوونې، روزنې او ساينس پوهنځيو ته د ۲۷۰ ميليونه افغانيو په ارزښت لابراتواري وسايل وپېرل شول.
د ياد وزارت وياند حافظ ضيا‌ءالله هاشمي ويلي، په دغو وسايلو کې لوی او کوچني ماشينونه او د تجربو لپاره کيمياوي توکي شمال دي، چې د زده‌کړيالانو د عملي زده‌کړو لپاره به تحصيلي بنسټونو ته ولېږدول شي. ياده دې شي، چې د لوړو زده‌کړو وزارت تر دې وړاندې هم د زده‌کړو عملي برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې؛ چې له دې سره ګڼو زده‌کړيالانو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.

مطالب

د لوړو زده‌کړو وزارت
لابراتواري توکي

دا خبر نورو سره شریک کړئ