د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سویدا ښار د امنیت ټينګښت لپاره د سوریې حکومت له هڅو د ملاتړ ترڅنګ د دغه هېواد پر خاوره د اسراییلو بریدونه غندلي دي.
یاد وزارت ویلي چې د بریدونو دوام د سوریې امنیت او ثبات ګډوډي. دغه وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي، هغه څه چې اسرائیل یې له سوریې سره کوي، له نړیوالو قوانینو او د ۱۹۷۴ کال له اوربنده ښکاره سرغړونه ده.
د سوریې رسمي خبري اژانس «سانا» هم د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې سوري ځواکونه به سویدا ښارکې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.