Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روستایي: ایران ته له افغانستان څخه ۲۰۰ کسیز سوداګریز پلاوی سفر کوي.
۴ ثور ۱۴۰۴

روستایي: ایران ته له افغانستان څخه ۲۰۰ کسیز سوداګریز پلاوی سفر کوي.

د افغانستان لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي خبر ورکړی، چې د افغانستان له ۲۰۰ تنو داخلي او نړیوالو سوداګرو، اقتصادي فعالانو او پانګه‌والو جوړ ستر پلاوی به د «ایران اکسپو ۲۰۲۵» نندارتون کې ګډون وکړي. 

د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د راپور له مخې، ددغه پلاوي مشري به د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال کوي او د دغه سفر موخه د تهران او کابل ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي. 

روستایي، چې په کابل کې د ایران د سفارت غړی دی، وویل چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړي به هم د ددغه نندارتون برخه وي.

مطالب

روستایي: ایران ته
له افغانستان څخه ۲۰۰ کسیز
سوداګریز پلاوی سفر کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ