Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوداګرۍ وزارت: هڅه کوو د ایران او ترکیې له لارې اروپايي بازارونو ته د غالیو صادرات وکړو.
۱۹ جوزا ۱۴۰۴

سوداګرۍ وزارت: هڅه کوو د ایران او ترکیې له لارې اروپايي بازارونو ته د غالیو صادرات وکړو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې هڅه کوي د افغانستان غالۍ تر دې وروسته د پاکستان پر ځای د ایران او ترکیې له لارې اروپايي بازارونو ته صادرې کړو.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي، چې له کلونو راهیسې پاکستان د افغانستان د غالیو پروړاندې ستونزې جوړولې، چې دوی اوس هڅه کوي د صادراتو بدیلې لارې ورته برابرې کړي. 

د نوموړي په وینا، یادې ډلې له ترکي چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر غالیو مالیې کمې کړي، ترڅو افغان سوداګر وکولی شي غالۍ ترکیې او بیا اروپایي بازارونو ته ولېږي.

 ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان غالۍ به لومړی ایران بیا ترکیې او له هغه ځایه اروپایي بازارونو ته ولېږل شي.

مطالب

سوداګرۍ وزارت
هڅه کوو د ایران او ترکیې له لارې اروپايي
بازارونو ته د غالیو صادرات وکړو

دا خبر نورو سره شریک کړئ