Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عراقچي: چمتو یم د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړتوب وکړم.
۷ ثور ۱۴۰۴

عراقچي: چمتو یم د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړتوب وکړم.

د ایران د بهرنیو چارو وزير سید عباس عراقچي د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د منځګرتوب وړانديز کړی دی.

 په کشمېر کې پر سېلانیانو تر بريد او د هند او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتیا وروسته د ایران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچې ویلي: «تهران چمتو دی چې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ خپلې ښې اړيکې وکاروي؛ چې په دې سخت وخت کې د زیات تفاهم فضا رامنځته کړي. 

جیونیوز هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د اعلاميې له مخي ویلي، په سختو وختونو کې تهران چمتو دی چې د هند او پاکستان ترمنځ د تفاهم ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.

 له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې هم ويلي و، چې تهران چمتو دی د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د سیمه ییز ثبات د ودې لپاره رول ولوبوي.

مطالب

عراقچي: چمتو یم
د هند او پاکستان ترمنځ
د خبرو منځګړتوب وکړم

دا خبر نورو سره شریک کړئ