Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

زابل کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي.
۲۹ دلو ۱۴۰۳

زابل کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي.

د زابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې یې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه فعاله کړي اود ۳۱ نور مخابراتي سایټونو د جوړیدو کارونه دوام لري. دوی وايي، هغه سیمې به ډېر ژر تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي، چې تر اوسه هیڅ مخابراتي خدمات نهلري. د دې ولایت د مخابراتو رییس عبدلهادي یحی وايي، دا مخابراتي سایټونو یې په مرکز قلات، دایچوپان، ارغنداب، شاه جوۍ، خاک افغان، اټغر او نورو سیمو کې فعاله کړي، چې د دې ولایت زرګونه اوسېدونکي ترې ګټه اخلي. نوموړی زیاتوي، د تیلیفوني خدماتو ترڅنګ د انټرنیټي خدمات کیفیت هم ښه شوی.

مطالب

زابل کې ۱۶ نوي
مخابراتي سایټونه فعال شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ