Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي.

د ټولګټو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي. 

په دې کتنه کې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پُل د رغولو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو او درې اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو، د افغانستان په زیربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې لېوالتیا او د ایران له لوري د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي. 
د کتنې په پای کې، دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

مطالب

د ټولګټو وزارت
سرپرست کابل کې
د ایران له سفیر سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ