Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې.
۲۲ حمل ۱۴۰۴

د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې.

د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو سرپرست وزير مولوي عبدالكبير په كابل كې د ازبكستان له سفير ايبك عثمانوف سره کتلي.

 په دې کتنه کې عثمانوف ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١.١ ميليارده ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارده ډلرو ته لوړه شي. 

دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغان – ټرانس او نورو اقتصادي پروژو په پلي كېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان غواړي له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیكو په پراختيا د سيمې له ثبات سره مرسته وکړي. 

دغه راز مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا د پاکستان له لوري د كډوالو په اجباري ايستلو نيوكه کړې او ویلي یې دي، چې افغان كډوال په دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

مطالب

د افغانستان او ازبكستان ترمنځ
د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ