Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیه: دا چې ټرمپ زېلېنسکي ونه‌واهه، معجزه وه.
۱۱ حوت ۱۴۰۳

روسیه: دا چې ټرمپ زېلېنسکي ونه‌واهه، معجزه وه.



د روسیې د بهرنیوچارو وزارت د ټرمپ او زېلېسنکي لیدنې ته په غبرګون کې ویلي، ټرمپ د یادې لیدنې پرمهال له حوصلې کار اخیستی چې زېلېنسکي یې نه‌دی وهلی.

د یاد وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي: «دا چې ډونالډ ټرمپ او ډي‌جي ونس زېلېنسکي له وهلو ډډه کړې، د ځان د کنټرول یوه معجزه وه.»

ټرمپ او زېلېنسکي بېګاه په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې پر سر له نانندریو ډکه ناسته لرله.

د روسیې مخکیني ولسمشر او د دغه هېواد د امنیت شورا اوسني مشر ډیمټري مدودف هم ویلي چې زېلېنسکي ته په سپینه ماڼۍ کې ښه څپېړه ورکړل شوې.

مدودف روانه میاشت په سعودي عربستان کې د روسیې او امریکا ترمنځ د شویو مذاکراتو غړی و.

د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ له ناستې وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ د کېدونکې ګډه خبري ناسته هم لغوه شوې چې ټاکل شوې وه، د اوکراین کانونو په اړه هوکړه هم پکې لاسلیک شي.

مطالب

روسیه:
ټرمپ
زېلېنسکي

دا خبر نورو سره شریک کړئ