Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کونړ د دوو ولسوالیو ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
۴ جوزا ۱۴۰۴

د کونړ د دوو ولسوالیو ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې.

د کونړ مسوولان وایي چې تېره پنجشنبه د دې ولایت په څوکۍ ولسوالي او نن یکشنبه د ماڼوګۍ ولسوالي په کلایګل سیمې ځنګلونو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

د کونړ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان رسنیو ته وویل، د تیرې پنجشنبې پر ورځ د څوکۍ ولسوالي د «دیوه‌ګل درې» د لام کنده سیمې د نښترو په یوه ځنګل کې اورلګېدلی و چې دوه ورځې یې دوام وکړ.

دغه اورلګېدنه چې شاوخوا ۲۸ هکتاره ځنګل په‌کې سوځیدلی، د ځایي خلکو او ولسوالي د مسوولانو له لوري مهار شوی دی.

هغه وویل: «په لام کنده سیمه کې د شپنو د پخلي له وجې اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې دوه ورځې یې دوام وکړ او اته ویشت هکتاره ځنګلونه سوزیدلي چې ټولې د نښتر ونې دي او نور کوم زیان نلري ځکه په سیمه کې کورونه او بانډې نشته په سیمه کې د ولسي وګړو او د ولسوالۍ د امنیتي مسولینو له لوري مهار شوې.»

د کونړ د کرنې ریاست د طبیعي منابعو امر عبدالواسع احساس رسنیو ته وویل چې نن یکشنبه د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالي په «کلایګل» سیمې ځنګل کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې لایې د لګېدلو لامل ندی معلوم او د مهار‌ لپاره یې هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، سیمې ته د ولسوالي مسوولان، د کونړ د کرنې ریاست اړوند شنې قطعې پرسونل تللي او د ځايي اوسېدونکو سره په همکارۍ د اور مړ کولو هڅې روانې دي.

د احساس د معلوماتو پر بنسټ، سیمه کې اوس د ځنګل څخه د وچو لرګیو د ټولولو کار جریان لري چې د اور د زیاتیدو مخه ونیول شي. همدارنګه د اور د مخنیوي په پار د جر کیندنې کار هم جریان لري.

هغه وویل: «د کلایګل په ساحه کې هم اورلګېدنه رامنځته شوې او خبره مو د ولایت او وزارت سره شریکه کړې او همدارنګه د سیمې شوراګانې هم راټولې شوي او د اور د کنترول هڅه کوو، که څه هم د ځنګلاتو د اور مخنیوي په نړیواله کچه ناشونی دی، خو بیا هم موږ هڅه کوو چې دا لګیدلی اور د سیمې د خلکو په مرسته مهارکړو.»

د کونړ په ځنګلونو کې د وچ ‌لرګي د زیاتوالي له امله د اوړي په موسم کې وخت ناوخته اورلګېدنې رامنځته کېږي چې له امله یې سلګونه جریبه ځنګلونه له‌منځه ځي.

مطالب

د کونړ د دوو ولسوالیو
ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ