Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د والیبال ۳۳ لوبډلو ترمنځ «رمضان جام» سیالي پای ته ورسېدې.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د والیبال ۳۳ لوبډلو ترمنځ «رمضان جام» سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدنی روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د لوګر په کچه د والیبال ۳۳ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام  په نوم سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي رسنیو ته وویل: «یاده سیالۍ چې د برکي برک ولسوالۍ اړوند برکي راجان سیمه کې د ولایت په کچه د ۳۳ لوبډلو ترمنځ پر لاره اچول شوې وې، شاوخوا ۴۵ ورځې یې دوام وکړ چې په پای لوبه کې یې د لوګر اتلانو لوبډلې وکولی شول د محمداغې ولسوالۍ فهیم والېبال لوبډلې ته د ۳ صفر په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.»

نعیم‌زي همداراز زیاته کړه چې د والېبال د یادو سیالیو له جوړیدو څخه موخه والېبال سیالیو ته وده ورکول، د ورزشکاران ترمنځ د اړیکو پراختیا او د ورزشکارانو  ظرفیت لوړول وو.

هغه همدارنګه زیاته کړه، هڅه کوي ورته سیالۍ د ولایتونو په کچه هم جوړې کړي.

بلخوا د جوړو شویو سیالیو ګډونوال خوښ دي چې د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د لسګونه لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالۍ جوړې شوې، خو ټېنګار کوي چې د والېبال ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو برخه کې دې اسانتیاوې زیاتي شي.

مطالب

لوګر کې د والیبال
۳۳ لوبډلو ترمنځ
«رمضان جام»
سیالي پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ