Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

څلور ولایتونو کې ۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

څلور ولایتونو کې ۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

ستره محکمه وایي، په کابل، فاریاب، بدخشان او پروان ولایتونو کې ۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، شپږو کسانو ته د نشې ټابلیټونو، ښیښې او هيرویينو د پلور په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچينې لیکلي، لومړنۍ محکمې یاد مجرمین له اوو تر نهو میاشتو پر تنفيذي بند او ۱۰ـ ۱۰ دُرو محکوم کړي وو.

یادې محکمې دغه راز لیکلي، د پروان په سالنګ او جبل‌السراج ولسوالیو کې د دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو ته د زنا او قتل په تور تعزیري سزاګانې ورکړې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یو تورن پر پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دورو، دويم تورن پر نهه میاشتني تنفیذي بند او ۳۹ دورو او پاتې څلور کسان هر یو پر درې درې کاله تنفیذي بند او ۳۹- ۳۹ دورو سزا محکوم شوي وو.

د یو بل خبر له مخې، د فاریاب د پښتونکوت ولسوالۍ لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، یوې ښځې او یوه سړي ته له کوره د تېښتې او نامشروع اړیکو له امله  تعزیري سزا ورکړل شوه.

محکمې یو مجرم پر اته میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دورو او دويم مجرم پر یو کال تنفیذي بند او ۳۹ دورو جزا محکوم کړي وو.

سترې محکمې ویلي، د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې هم یوې ښځې او یوه نارینه ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده؛ دغه هر یو مجرم پر ۳۹- ۳۹ دورو محکوم شوي وو.

مطالب

څلور ولایتونو کې
۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ