Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ترکیې ساحلي ساتونکو؛ د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۶ افغان کډوال نیولي.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

د ترکیې ساحلي ساتونکو؛ د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۶ افغان کډوال نیولي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد ساحلي ساتونکو د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۶ هغه افغان کډوال نیولي، چې غوښتل یې په ناقانونه ټوګه اروپا ته ولاړ شي. د راپور له مخې یاد شمېر نیول شوي افغان کډوال د ترکیې د کډوالۍ د توقیف مرکز ته لېږدول شوي دي. د ترکیې پولیسو څو ځلي ویلي، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لپاره د دوی ګډ عملیات دوام لري. له دې وړاندې، د ترکیې پولیسو سکاریا ښار کې هم ۲۰ افغان کډوال نیولي وو، چې دا د ترکیې د حکومت د کډوالۍ د کنټرول د دوامداره اقداماتو ښکارندویي کوي. ترکیه دا مهال د شاوخوا ۲۰ زرو کسانو د ځایولو لپاره د بېرته ستنیدونکو ۳۲ مرکزونه لري، چې د ترکیې د چارواکو په خبره د دوی د اېستلو په برخه کې تر ټولو لوی زیربنا ځواک دی.

مطالب

د ترکیې ساحلي
ساتونکو
د ۱۷ ماشومانو په ګډون
۳۶ افغان کډوال نیولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ