Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې بیرته راستنېدونکو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.
۳ ثور ۱۴۰۴

کندوز کې بیرته راستنېدونکو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.



د اسلامي امارت مسوولان وايي، دغه ښارګوټی د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې جوړیږي چې د چارو پرانیستې مراسمو کې یې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

په دغه ښارګوټي کې چې پر ۳ زره جريبه ځمکه جوړیږي، هرې راستنېدونکې کورنۍ ته په ۵، ۱۰ او ۱۵ بسوو کې ۳ زره او ۷۴۱ نمرې په پام کې نيول شوې دي.

په دې مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د هېوادوالو لاسنیوی د اسلامي امارت په کاري لومړبتوبونو کې دی او په‌ دې برخه کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هڅې کوي.

د کور او ښارجوړنې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې په ټولو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي په نظر کې نیول شوي چې د ژوند ټولې اسانتیاوې به ولري.

مطالب

کندوز کې بیرته راستنېدونکو ته
د ښارګوټي جوړولو
چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ