Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قطري چارواکي امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
۲۹ حمل ۱۴۰۴

قطري چارواکي امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزيز الخليفي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې. 

تکل زیاتوي؛ په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړیکو د کچې پر لوړولو، د همکاریو پر پراخوالي او نږدې راتلونکي کې دوحې ته د بهرنيو چارو د وزير سفر په اړه خبرې شوې دي.

مطالب

قطري چارواکي امیر خان متقي
سره ټلیفوني خبرې کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ