Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کابل-بامیان او دایکندي-غور لارې د واورې ورښت له امله تړل شوي.
۲ حوت ۱۴۰۳

د کابل-بامیان او دایکندي-غور لارې د واورې ورښت له امله تړل شوي.



د بامیان محلي مسوولان وايي چې د واورې ورښت له امله د کابل-بامیان او دایکندي او غور لویې لارې له بېګاه شپې راهیسې تړل شوي دي.

د بامیان والي ویاند فرزان سیغاني وايي چې د بامیان-دایکندي ترمنځ د قوناق کوتل، د شاتو کوتل، د بندشوی پُل او بکک کوتل د واورې ورښت له کبله بند شوي دي.

په ورته مهال د نوموړي په وینا، د بامیان-کابل لویه لاره بیا د حاجي‌کګ کوتل کې تړل شوې او د شیبر کوتل بیا پرانېستی دی. د بامیان والي زیاتوي، اقرباط کوتل چې د بامیان مرکز له سیغان ولسوالي سره نښلوي، د مسافرو د تګ‌راتګ پروړاندې تړل شوی.

فرزان سیغاني ټينګار وکړ چې د ټولګټو ریاست او قراردادي شرکتونو له‌خوا هڅې روانې دي، څو تړل شوې لارې بېرته پرانیزي.

چارواکو همداراز له ټرانسپورټي شرکتونو او مسافرو غوښتنه کړې چې له اړتیا پرته دې پر یادو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

مطالب

د کابل-بامیان او دایکندي
غور لارې
د واورې ورښت له
امله تړل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ