Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بخت جمال ګوهر: د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان خوشې شوي.
۲۵ جوزا ۱۴۰۴

بخت جمال ګوهر: د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان خوشې شوي.

د تورخم د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، چې پرون ناوخته د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خوشې او تورخم ښارګوټي کې مسوولینو ته سپارل شوي دي. 

نوموړي ویلي، دغو بندیانو له ۵ تر ۱۰ورځو د بند موده هم تېره کړې وه، چې تورخم ښارګوټي کې د مرستو اخیستو په موخه نړۍوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي. 

هغه زیاته کړې، چې په یاد شمېر  بندیانو د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، کندوز، لوګر، بلخ، هرات، بدخشان، پکتیا او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دي.

مطالب

بخت جمال ګوهر
د پاکستان له بندخونو
١٢٥ افغان بندیان خوشې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ