Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان؛ د واخان دویم فاز د جوړېدو چارو تړون لاسلیک شو.
۲۳ حوت ۱۴۰۳

بدخشان؛ د واخان دویم فاز د جوړېدو چارو تړون لاسلیک شو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د بدخشان ولایت واخان سړک د دویم فاز چارو تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی. سرچینې ویلي، چې دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري او کارونه به یې په چټکۍ سره پیل شي. سرچینې زیاته کړې، چې د واخان سړک د جوړولو بودجه د سرپرست حکومت له‌خوا ورکول کېږي. د بدخشان ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه سړک د دویم پړاو تړون په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د واخان اوسیدونکي د تېرو حکومتونو پر مهال له پامه غورځول شوي وو او له اړینو اسانتیاوو څخه بې برخې پاتې وو.

مطالب

بدخشان
د واخان دویم فاز
د جوړېدو چارو تړون لاسلیک شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ