Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د یوې کورنۍ څلور غړي اوبو وړي.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

ننګرهار کې د یوې کورنۍ څلور غړي اوبو وړي.

د ننګرهار امنیتي مسوولینو چې د دغه ولایت په حصارک کې د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه ماشومان اوبو وړي دي. 

د ننګرهار امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه د حصارک ولسوالۍ په چهارتوتو کلي کې هغه مهال شوې چې یوه مور له خپلو درېیو ماشومانو سره د خپلوانو د عمرې مبارکۍ ته روانه وه چې اوبو وړي دي.

 خبرپاڼې زیاته کړې چې د سیمې اوسېدونکو یې د ژغورنې هڅه کړې خو له بده مرغه بریالي شوي نه دي. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي، جسدونه یې له موندلو وروسته کورنۍ ته سپارلي دي.

مطالب

ننګرهار کې د یوې کورنۍ
څلور غړي اوبو وړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ