Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې د سوسیس کارخونه په ورځني ډول ۱۰ ټنه سوسیس تولیدوي.
۲ دلو ۱۴۰۳

هرات کې د سوسیس کارخونه په ورځني ډول ۱۰ ټنه سوسیس تولیدوي.

د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د سوسیس یوه تولیدي کاروخونه په ورځني ډول ۱۰ ټنه سوسیس تولیدوي. د دې کارخونې مسوولین وایي، چې په دې کارخونه یې ۲ میلیونه ډالر پانګونه کړې او دغه راز په کې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د مسوولینو په خبره دغه کارخونه ۱۲ ډوله محصولات لري، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلورل کېږي او په نژدې راتلونکي کې به د لبنیاتو تولید برخه هم فعاله کړي. په ورته وخت کې د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې سرپرست حکومت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د ورته بهرنیو توکو واردات محدود او تعرفې یې پرې لوړې کړې دي.

مطالب

هرات ولایت
تولیدي کاروخونه

دا خبر نورو سره شریک کړئ