Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بایسکل نړیواله ورځ؛ د زړه، سرطان او نورې ناروغۍ کموي.
۱۳ جوزا ۱۴۰۴

د بایسکل نړیواله ورځ؛ د زړه، سرطان او نورې ناروغۍ کموي.



نن د جون درېیمه د «بایسکل له نړیوالې ورځې» سره برابره ده. دغه ورځ هر کال په بېلابېلو شعارونو په نړیواله کچه نمانځل کېږي.

د ملګروملتونو له لوري سږکال د جون درېیمه د «پایښت لرونکې راتلونکې لپاره د بایسکل چلول» په نوم نومولې ده. د ملګروملتونو سازمان وايي، نږدې دوه پېړۍ کېږي چې له بایسکل د لېږد رالېږد د یوې ساده او خورا کارونکې وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

دې سازمان د بایسکل چلونې اهمیت ته په پام همداراز ویلي چې دغه وسیله د کاربن، ګڼې‌ګوڼې په کمښت او سالمې روغتیا په رامنځته کولو کې ارزښت لري او پر خلکو یې، غږ کړی چې د بایسکل چلول، دود کړي.

ملګروملتونو پر خپل وېب‌سایټ لیکلي: «بایسکل د پاکې هوا او ګڼه‌ګوڼې کمولو کې مرسته کوي او ښوونې، روغتیا او نورو ټولنیزو خدماتو ته د ډیرو زیان منونکو خلکو لاسرسی اسانوي. د دوامداره ترانسپورت سېسټم چې اقتصادي وده پیاوړې کوي، نابرابرۍ کموي پداسې حال کې چې د اقلیم د بدلون سره مبارزه پیاوړې کوي او د دوامداره پراختیا اهدافو ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دی.»

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې بایسکل چلول، د زړه، سرطان، دیابت او د مړینې کچه راکموي.

مطالب

د بایسکل نړیواله ورځ
د زړه، سرطان
او نورې ناروغۍ کموي

دا خبر نورو سره شریک کړئ