Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایرانی چارواکی: بیرجند کې د افغانستان او فراه کې د ایران  قونسلګرۍ پرانېزوو.
۱۳ حمل ۱۴۰۴

ایرانی چارواکی: بیرجند کې د افغانستان او فراه کې د ایران قونسلګرۍ پرانېزوو.



د ایران د سوېلي‌ خراسان والي محمدرضا هاشمي وايي چې د دغه هېواد په بیرجند کې د افغانستان او په فراه ولایت کې د یاد هېواد د قونسلګرۍ د جوړېدو په هڅه کې دي.

د نوموړي په وینا، دغه ګام د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو د تګ‌راتګ برخه کې د اسانتیاو رامنځته‌کېدو سربېره د سوداګرو او پانګوالو ترڅنګ د اقتصادي، سوداګریزې او فرهنګي پراختیا په موخه اخلي.

 د جنوبي خراسان ولایت والي همداراز زیاته کړې چې دغه چاره به د ایران او افغانستان اړیکې لا ژورې او پراخې کړي او بېلابېلو برخو کې به د همکاریو لامل شي.

محمدرضا هاشمي ټينګار وکړ چې جنوبي خراسان له افغانستان سره اوږده پوله او څلور سرحدي بازارونه لري چې د دوه اړخیزې راکړې ورکړې لپاره ګټور تمامېدای شي.

د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دا مهال افغانستان د اوزبیکستان او ترکمنستان ترڅنګ د خپل اړتیا وړ ډېر توکي له ایران څخه هېواد ته واردوي.

مطالب

ایرانی چارواکی
بیرجند کې د افغانستان
او فراه کې
د ایران قونسلګرۍ پرانېزوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ