Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په میدان وردګو کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول.
۲۵ دلو ۱۴۰۳

په میدان وردګو کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول.

د میدان وردګ ولایت د خوړو او درملو امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه شاو خوا ۱۲ ټنه بې کیفیته او  تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي. د یاد امریت مسوولین وایي، دغه توکي او درمل د ولایت په کچه له هټيو څخه د ۵ میاشتو په موده کې راټول او د ولايتي مسوولینو په حضور کې و سوځول شول. د یاد ولایت د خوړو او درملو امریت مسوولین دغه راز وایي، دوی د بې کیفیته توکو او درملو راټولو په موخه د ولایت بېلابیلو ولسوالیو ته سفرونه کوي، چې کیفیه درمل او خوراکي توکي را ټول او وسوځوي.

مطالب

په میدان وردګو کې
۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي
توکي وسوځول شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ