Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له اعتیاد تازه رغېدلو سلګونه کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې.
۱۶ سرطان ۱۴۰۴

له اعتیاد تازه رغېدلو سلګونه کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت اړوند د څرخي پله د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۸۰۰ کسانو ته په ۵ حرفو کې د زده‌ کړو زمینه برابره شوې ده. 

د یاد وزارت د فني او حرفوي زده‌ کړو د مرکزونو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې له دغو کسانو غوښتي، څو له شته فرصت او امکاناتو څخه ښه ګټه پورته کړي او خپلو زده‌ کړو ته پاملرنه وکړي. 

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي ویلي، چې دا وزارت د خپلو نورو مسولیتونو ترڅنګ، له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرولو په لړ کې یو ځل بیا ۸۰۰ تنو هېوادوالو ته په پنځو (خیاطۍ، بوټ‌ګنډلو، بیک ګنډلو، د ودانیو برېښنا او د کورنیو برېښنايي توکو د ترمیم) حرفو کې د څلورو نیمو میاشتو لپاره برنامه جوړه کړې ده.

مطالب

له اعتیاد تازه رغېدلو سلګونه کسانو ته
د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ