Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د اوربند دویم پړاو مذاکرات پیلیږي.
۸ دلو ۱۴۰۳

غزه کې د اوربند دویم پړاو مذاکرات پیلیږي.

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، چې هېواد یې ژر تر ژره په غزه کې د اوربند دویم پړاو مذاکرات پیلوي. نوموړي ټینګار کړی، چې د دوه دولتونو حل یوازېنۍ لاره ده، چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ سوله او امنیت رامنځته کولی شي. دغه راز د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د شمالي غزې اوسېدونکو ته خپلو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوه دغه پرېکړه د قطر په منځګړیتوب د حما.س او اسراییل ترمنځ د هوکړې یوه برخه ده، چې له مخې به یې ځینې یرغمل هم خوشې شي.

مطالب

غزه کې د اوربن
دویم پړاو مذاکرات پیلیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ