Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران سپاه‌پاسدارانو امریکا ته د پښېمانه کېدو ګواښ کړی.
۱ سرطان ۱۴۰۴

د ایران سپاه‌پاسدارانو امریکا ته د پښېمانه کېدو ګواښ کړی.



سپاه‌پاسدارانو د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو په اړه بیانیه کې خبرداری ورکړی چې متحده ایالت به په دغه برید پېښمانه شي.

بیانیه کې چې نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) خپره شوې، سیمه کې د امریکا اډو ته د اشارې ترڅنګ، له محاسبو په لوړه سطحه د پېښمانه‌ونکي ځواب ورکولو ګواښ کړی.

د سپاه‌پاسدارانو بیانیه کې ویل شوي چې: «د صادق ژمنې ۳ عملیات دوام لري او یرغلګر باید د نه‌تصور وړ ځواب په تمه ووسي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن یکشنبه وویل، د ایران په دریو اټومي تاسیساتو یې بریالي عملیات کړي دي.

ورته وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته یوې غونډې ته ویلي، پر هېواد یې یرغل شوی او باید ځواب ورکړل شي.

هغه وویل، د ایران اټومي تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو کچه مهمه نه ‌ده، بلکې مهمه برید کول چې پرې سترګې نه‌شي پټېدی.

سید عباس عراقچي همدارنګه وویل، نړیوالو سره د خبرو دروازې باید تل پرانیستي وي، خو اوس د شرایطو اېښودو وخت نه دی.

مطالب

د ایران سپاه‌پاسدارانو امریکا ته
د پښېمانه کېدو ګواښ کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ