Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاسپورټ لوی رییس: تېر کال نږدې ۲.۳ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي.
۱۸ ثور ۱۴۰۴

د پاسپورټ لوی رییس: تېر کال نږدې ۲.۳ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي.

د پاسپورټ لوی رییس د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په خبري ناسته کې ویلي، چې تېر کال په هېواد کې نږدې ۲.۳ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي او له درکه یې میلیاردونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. 

مولوي عبدالکریم حسیب زیاته کړې، چې د پاسپورټ ریاست تخنیکي برخه هم په بشپړه توګه سمبال شوې او ډیټابس یې د زیاتو مالوماتو د ذخیره کولو ظرفیت لري. 

نوموړي وایي، چې په مرکز او ولایتونو کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې او په یوه ورځ کې د متقاضیانو غوښتنو ته په پام سره له دوو تر پینځو زرو پاسپورټونه وېشل کېږي. 

د ښاغلي حسیب په خبره، د پاسپورټ په اداره کې د کمېشن اخیستلو پروسه په پوره ډول له منځه تللې او د متقاضیانو د غوښتنو په پام کې نیولو سره یې پاسپورټونه د افغان پسټ خدماتي ادارې له لارې ورته رسول کېږي.

مطالب

د پاسپورټ لوی رییس
تېر کال نږدې ۲.۳ میلیونه
پاسپورټونه وېشل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ