Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

د پکتيا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره یې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۴رغنيزو پروژو چارې پيل کړې دي. 

د مسولينو په خبره، دغه څلور پروژې په زرمت ولسوالۍ کې پلي کېږي، چې د بيټکې چکډيم، د حسن خېلو کارېز ساتنې دېوال، د بر ملايانو کارېز اوبو حوض، د شولګډ کارېز، او د سربند او کانال جوړیدل په کې شامل دي. 

د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه څلور پروژې د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د «يو اين ډي پي» د مرستو نړیوالۍ ادارې له لوري د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي.

مطالب

پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو
چارې پیل شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ