Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ ناپېژانده وسله والو بلوچستان کې ۲ پولیس وژلي دي.
۴ ثور ۱۴۰۴

پاکستان؛ ناپېژانده وسله والو بلوچستان کې ۲ پولیس وژلي دي.

اسوشیټيډپرېس راپور ورکړی، چې ناپېژاندو وسله‌والو د پاکستان په سوېل‌ختیځ کې ۲ پولیس چې د پولیو واکسین د کارکوونکو د امنیت لپاره ګومارل شوي وو، وژلي دي.

 په راپور کې ویل شوي چې دا پولیس چهارشنبه د اپریل پر ۲۳مه د موټر سایکل سپرو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوي دي. محمدعارف چې د پولیسو یو ځايي چارواکی دی، ویلي چې دا پېښه د بلوچستان په ماستونګ سیمه کې شوې ده.  

د نوموړي په خبره، روغتیايي کارکوونکو چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ ضد واکسین ورکاوه، کوم زیان نه دی رسېدلی. 

ورته مهال د بلوچستان حکومت ویاند شهید ریند بیا د دغه برید غندنه کړې ده. تر اوسه کوم چا یا ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

مطالب

پاکستان؛ ناپېژانده وسله والو
بلوچستان کې ۲ پولیس وژلي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ