Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حماس پر اسراییلو د ایران برید ستایلی.
۲۴ جوزا ۱۴۰۴

حماس پر اسراییلو د ایران برید ستایلی.



د حماس یوه چارواکي پر اسراییلو د ایران توغندیز بریدونه ستایلي او ویلي یې دي چې د اسراییلو دفاعي سېسټم د یادو توغندیو په شنډولو کې پاتې راغلی دی.

د حماس لوړپوړي چارواکي عزت‌‌ الرشیق په یوه بیان کې زیاته کړې چې د اسراییلو دفاعي سېسټم او اوسپنیز ګنبد چې ډېر پرمختللی بلل کېده، د ایران د توغندیو شنډولو کې ناکام شوی دی.

الرشیق ویلي: «د ایران پرمختللي دفاعي سېسټم ماته خوړلې او اسراییلو چې کوم اور له اوږدې مودې راهیسې د سیمې خلکو لپاره بل کړی، اوس به خپله ترې رنځېږي.»

هغه همداراز زیاته کړې: «د ایران قوي ځواب دا ثابتوي چې هېڅ غرور، له ځواب او هېڅ یرغل له سزا ورکولو پرته نه‌وي.»

ایران بېګاه ناوخته پر اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې پر اسراییلو سلګونه توغندي وېشتلي چې ترې د مهاله یوازې د دوو کسانو د وژنې او شاوخوا ۴۰ نورو د ټپي‌کېدو پخلی شوی دی.

مطالب

حماس پر اسراییلو
د ایران برید ستایلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ