Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا کې د سختې بړبوکۍ له امله ۳۴ تنه مړه شوي.
۲۶ حوت ۱۴۰۳

امریکا کې د سختې بړبوکۍ له امله ۳۴ تنه مړه شوي.

امریکايي رسنۍ وايي، د یوې تېزې بړبوکۍ له امله د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټیکزاس، اکلاهما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې ۳۴ تنه مړه شوي او دروند مالي زیان یې اړولی دی. د راپور له مخې تر ټولو زیات ټپیان چې شمېر یې ۲۹ کسانو ته رسېدلی په ارکانزاس ایالت کې دی، دا احتمال هم شته چې د زیان ګراف تر دې نوره هم لوړ شي. سرچینې وايي، د یکشنبې تر شپې د بادونو له امله ۲۵۰ زره خلک له برېښنا بې برخې شوي دي. راپورونه وايي، د بړبوکۍ لومړۍ پېښه د تېرې جمعې په شپه ټیکزاس ایالت کې د موټرو د لګېدو له امله رامنځته شوه چې درې تنه پکې مړه شول. په یو شمېر ایالتونو کې د باد سرعت ۱۳۰ کیلومتره پر ساعت او ځینو کې ۶۰ کیلومتره پر ساعت ښودل شوی.

مطالب

امریکا کې
د سختې بړبوکۍ
له امله ۳۴
تنه مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ