Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کېپ ټاون لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ اتلولي خپله کړه.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

کېپ ټاون لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ اتلولي خپله کړه.

د جنوبي افریقا شل اوریز لیګ سیالیو پایلوبه د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډلې وګټله. دغه پایلوبه چېکېپ ټاون او سنرایزر ایسټرن کپ لوبډلې د یو بل پر وړاندې مخ شوې و. کېپ ټاون پکې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ‍۱۸۲ منډو هدف ټاکلی وو. ایسټرن کپ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشوای کړای د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل. د جنوبي افریقا د شل اوریز سوداګریز لیګ کې شاملې لوبډلې د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي. د یادولو وړ ده، چې په ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله کې د راشدخان تر څنګ دوه نور افغانلوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.

مطالب

کېپ ټاون لوبډلې
د راشد خان
په لوبډلمشرۍ
اتلولي خپله کړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ

کېپ ټاون لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ اتلولي خپله کړه.