Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۱ کسانو ژوند بایللی.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

ایران کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۱ کسانو ژوند بایللی.



ایران کې د مسافر وړونکي بس موټر چپه کېدو له امله ۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پېښه تېره ورځ (شنبه، سرطان ۲۸) د ایران د فارس ولایت په «فیروزآباد» سړک شوې ده.

تر اوسه د دغې ټرافیکي پېښې لامل نه دی مشخص شوی، خو په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

د راپورونو له مخې، ایران له هغو هېوادونو دی چې د نړۍ په سطحه په کې تر ټولو ډېرې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کیږي.

د رسمي شمېرو پر اساس، په دغو پېښو کې هر کال شاوخوا ۱۷ زره کسان ژوند له لاسه ورکوي.

مطالب

ایران کې د ټرافیکي پېښې
له امله ۲۱ کسانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ