Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوېلي‌کوریا له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

سوېلي‌کوریا له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه.



د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي امانتي صندوق اعلان کړی چې سوېلي‌کوریا له دې صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې چې افغانستان کې به اړمنو سره د بشردوستانه مرستو برابرولو برخه کې ولګول شي.

دې بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته به د افغانانو د اساسي خدمتونو پراخولو  او شته ستونزو حل برخه کې ګټوره تمامه شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو امانتي صندوق هم ویلي چې د سوېلي‌کوریا یو میلیون ډالر به دې صندوق سره مرسته وکړي چې د افغانانو ژوند بیارغونې کې مهمه ونډه ولري.

دغه مرسته داسې مهال کېږي چې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک اعلان کړی چې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري؛ خو ملګري ملتونه د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

د اقتصاد وزارت هم له دې وړاندې د نړیوالې ټولنې د بشردوستو څخه هرکلی کړی، خو تل یې، ټينګار کړی چې دغه مرستې دې پر زېربنايي او کاري فرصتونو رامنځته کولو برخو ولګول شي، څو  افغانان پر ځان‌بسیا شي.

مطالب

سوېلي‌کوریا
له افغانستان سره
یو میلیون ډالر مرسته وکړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ