Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی.
۱۸ جوزا ۱۴۰۴

مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی او له مرستندویو ادارو یې غوښتي چې راستنېدونکو ته د سرپناوو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي. 

هغه زیاته کړې چې د سرپرست حکومت مسوولين او عام وګړي دې له راستنو شوو هېوادوالو سره مرسته وکړي او له هغوی سره دې د اختر خوشحالۍ شریکې کړي. 

هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې له صبره کار واخلي. مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی او پر مرستندویو ادارو یې غږ کړی چې راستنو شوو ته د سرپناوو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.

مطالب

مولوي عبدالکبیر
د بشري مرستو
پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ