Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کړکېچ زیاتېدو وېره؛ ډېری هیوادونه خپلو وګړو ته د ایران او اسراییل پرېښودو سپارښتنه کوي.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

د کړکېچ زیاتېدو وېره؛ ډېری هیوادونه خپلو وګړو ته د ایران او اسراییل پرېښودو سپارښتنه کوي.

د راپورونو له مخې د اسراییل او ایران ترمنځ روان کړکېچ د ژورېدو په حال کې دی؛ ډیری هیوادونه په دې هڅه کې دي، چې له دواړو هیوادونو خپل وګړي وباسي.

 اسټرالیا او نوي زيلانډ تازه اعلان کړی، چې له یادو دواړو هېوادونو څخه خپل وګړي وباسي. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران هوایي حریم هم د هر ډول الوتنو پر مخ تړل شوی دی. 

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې له شاوخوا ۱۵۰۰ اسټرالیایانو په ایران او ۱۲۰۰ تنو په اسراییل کې د تخلیې غوښتنه کړې؛ خو د جدي عملیاتې محدودیتونو او د هوایي ډګرونو د بندېدو له امله د دوی اېستل ستونزمن شوي دي.

مطالب

د کړکېچ زیاتېدو وېره
ډېری هیوادونه خپلو وګړو ته
د ایران او اسراییل پرېښودو سپارښتنه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ