Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان؛ مهترلام ښاروالۍ سږ کال ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

لغمان؛ مهترلام ښاروالۍ سږ کال ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې سږکال یې د باقیاتو او جوازونو د وېش له درکه ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغې ښاروالۍ د باقیاتو د راټولولو لړۍ د تېرکال په پرتله چټکه شوې او سږکال مهترلام ښار کې د دکانونو د کرایې، د ښاري خدمتونو او د غرفو له قراردادونو څخه یې ۵ میلیونه افغانۍ باقیات راټول کړي دي. نوموړي زیاته کړه، چې سږکال د مهترلام ښاروالۍ د جواز ورکولو په عوایدو کې هم ۵۰ سلنه زیات والی راغلی چې تېرکال له یادې برخې څخه ۲ او سږکال ۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي.

مطالب

لغمان؛ مهترلام ښاروالۍ
سږ کال ۹ میلیونه افغانۍ
عواید راټول کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ