Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روان کال له ایران او پاکستانه څه باندې یو میلیون افغانان په زوره اېستل شوي.
۸ سرطان ۱۴۰۴

روان کال له ایران او پاکستانه څه باندې یو میلیون افغانان په زوره اېستل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ( یو این ایچ سي ار )  خبر ورکړی، چې د کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه په زوره اېستل شوي دي.
 دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په ډله ییزه توګه اېستل کولی شي په افغانستان کې کړکیچ لا پسې ژور کړي. ایران او پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو پروسه پیل کړې چې لا هم روانه ده. 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د ۱.۲ میلیونه اېستل شويو افغانانو له ډلې څخه له نیمایي ډېر یې د ایران له خوا د مارچ د ۲۰ نېټې د ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي. 

د دغه سازمان په خبره، ایران سږکال له ۳۶۶ زره څخه ډېر افغانان اېستلي دي، چې کډوال او هغه خلک هم پکې شامل دي چې د کډوالۍ ورته شرایطو کې دي

مطالب

روان کال له ایران او پاکستانه
څه باندې یو میلیون افغانان په زوره اېستل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ