Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر؛ د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۲۰ جوزا ۱۴۰۴

پنجشېر؛ د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پنجشېر ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولايت د حصه اول ولسوالۍ په دشت ريُوت سيمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د پنجشېر د امنيې قوماندانۍ وياند حقمل سعد رسنیو ته ویلي چې پېښه د اکوا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې د یوې کورنۍ ٢ تنه مړه او ٤ نور ټپیان شوي دي.

 د نوموړي په خبره د پېښې ټپیان په وخت سره د امنیتي ځواکونو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي. ويل کېږي چې په موټر کې سپاره کسان له هرات څخه پنجشېر ته په چکر راغلي وو. د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او چټکتیا ښودل شوې ده.

مطالب

پنجشېر؛ د ترافیکي پېښې له کبله
۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ