Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شمالي‌کوریا: د اوکراین پر ضد جګړې لپاره مو روسیې ته سرتېري لېږلي.
۸ ثور ۱۴۰۴

شمالي‌کوریا: د اوکراین پر ضد جګړې لپاره مو روسیې ته سرتېري لېږلي.



شمالي‌کوریا د لومړي ځل لپاره منلې چې د اوکراین پر ضد او د روسیې په ملاتړ روانې جګړې ته یې، خپل سرتېري لېږلي دي.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې د یاد هېواد ځواکونو په کرسک کې له اوکراین څخه د سیمو بېرته نیولو کې مهم رول درلود.

د شمالي‌کوریا د واکمن کارګر ګوند مرکزي پوځي کمېسیون د کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) ته په یوه بیان کې ویلي چې کېم جونګ اون د مسکو او پیونګ‌یانګ ترمنځ د دوه اړخیز دفاعي تړون د یوې برخې په توګه د روسیې د ځواکونو ترڅنګ جګړې ته سرتیري لېږلي دي.

په راپور کې ویل شوي: «د اوکراین د نیو-نازي اشغالګرو له‌منځه وړو او د روسیې د وسله‌والو ځواکونو په همکارۍ د کرسک سیمې ازادولو لپاره مو سرتېري لېږلي دي. هغه کسان چې د عدالت لپاره جنګېدلي، ټول اتلان او د مورنۍ خاورې د عزت استازي دي.»

شمالي‌کوریا همداراز دا ویاړ ګڼلی چې د روسیې په څېر ځواکمن هېواد سره اتحاد لري. د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین او کېم جونګ اون د تېرکال په جون میاشت کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې، دواړو هېوادونو ژمنه وکړه چې د جګړې په صورت کې به له یوه بل سره په پوځي برخه کې مرسته کوي.

اوکراین وايي چې د شمالي‌کوریا شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري، د روسیې په ملاتړ او د دوی پر ضد روانه جګړه کې برخه لري.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي ادعا کړې چې دې جګړه کې د شمالي‌کوریا شاوخوا ۴۰۰۰ سرتیري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

مطالب

شمالي‌کوریا
د اوکراین پر ضد جګړې لپاره
مو روسیې ته سرتېري لېږلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ