Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۱۶.۶ میليونه ډالره مرسته اعلان کړه.
۱۲ ثور ۱۴۰۴

ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۱۶.۶ میليونه ډالره مرسته اعلان کړه.

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د وچکالۍ د اغېز کمولو لپاره د زیانمنو خلکو سره ۱۶.۶ میليونه ډالره مرسته اعلان کړه. 

دا تر ټولو لويه لومړنۍ مالي مرسته یاده شوې، چې د وچکالۍ پر وړاندې د مخکني اقدام په موخه تر سره کيږي. 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې پرون په یوه راپور کې ویلي، چې دا تر ټولو لويه ګډه مالي مرسته ده، چې ۶.۶ میليونه ډالره له بېړني حالت د مرکزي صندوق او ۱۰ میلیونه ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه برابرې شوي دي.

 د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه مرستې تر ډېره د هغو څلور ولایتونو (فاریاب، تخار، سرپل او بدخشان) لپاره دي، چې وچکالۍ سخت ځپلي دي. ملګرو ملتونو ډاډ وړاندې کړی، چې د خپلو شریکانو سره پر وخت بېلابېلې مرستې تر سره کوي.

مطالب

ملګرو ملتونو له افغانستان
۱۶.۶ میليونه ډالره
ډالره مرسته اعلان کړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ