Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست مرګونې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي.
۱۰ دلو ۱۴۰۳

د خوست مرګونې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي.



د خوست ولايتي مسوولان وايي چې د عليشرو ولسوالي د مرګونې پېښې په تړاو یې، دوه شکمن کسان نيولي دي.

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز رسنیو ته وویل چې بيګاه شپه ۹:۰۰ د عليشرو ولسوالي د ابوخانې سيمه کې وسله‌والو د يوې کورنی لس غړي په ډزو وژلي وو.

ګربز وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، داسې برېښي چې پېښه د شخصي دښمني له امله رامنځته شوې.

هغه وويل چې نن سهار د يادې ولسوالي په مربوطاتو کې امنیتي ځواکونو له لوري دوه کسان نیول شوي او پرې شک دی چې یاده پېښه کې لاس لري.

هغه دغه راز وويل چې له یادو کسانو څیړنې روانې دي چې وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په بېګانۍ پېښه کې دوه نارینه،، درې مېرمنې او پنځه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


مطالب

د خوست
د عليشرو ولسوالي
پېښې په تړاو یې، دوه شکمن کسان

دا خبر نورو سره شریک کړئ