Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سټارمر: د اوکراین د سولې لپاره پوځي پلان عملیاتي پړاو ته داخلیږي.
۲۶ حوت ۱۴۰۳

سټارمر: د اوکراین د سولې لپاره پوځي پلان عملیاتي پړاو ته داخلیږي.

د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوکراین د احتمالي اوربند د ساتنې لپاره نظامي پلان عملیاتي پړاو ته داخلیږي.  هغه وویل چې د هیوادونو پوځي چارواکي به د پنجشنبې په ورځ په لندن کې سره وګوري چې “د سولې د موافقې د ملاتړ او د اوکراین د راتلونکي امنیت د تضمین لپاره یو منظم او قوي پلان جوړ کړي. نوموړي دغه راز د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د روسیې له پامه غورځول د دې نښې په توګه بللي، چې ولادیمیر پوتین د سولې په اړه جدي نه و. دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، چې د اوکراین د ملاتړ په موخه داسې ځواک جوړوي چې بیا څوک له دغه هیواد سره جنګ کولو ته زړه ښه نه کړي.

مطالب

سټارمر
د اوکراین
د سولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ