د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزرات مرستیال د چین د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره لیدلي دي.
د مالوماتو له مخې په دې لیدنهکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ترانزیټي او زراعتي همکاریو د پراخوالي په اړه خبرې شوې دي.
د چین د ګمرکاتو مرستیال د افغان پلاوي هرکلی کړی او د افغانستان او چین د ښو اقتصادي اړیکو ستاینه یې کړې ده.
نوموړي ویلي؛ چین د افغانستان د صادراتي توکو ګمرکي تعرفو ته معافیت ورکړی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخوالي لپاره ښه فرصتونه شتون لري.
د چین د ګمرکاتو مرستیال یادونه کړې، چې که څه هم د چین قرنطیني معیارونه سخت دي، خو د دغو معیارونو په پوره کولو کې د افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
مولوي احمدالله زاهد د چینایي لوري د همکاریو څخه مننه کړې او ویلي یې دي؛ د افغان صادراتو ځینو توکو ته دې تخفیف ورکړل شي، ترڅو افغاني صادرات په بازار کې رقابت وکړی شي.