Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړیږي.
۳ جوزا ۱۴۰۴

هرات کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړیږي.



د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي نن (شنبه، جوزا درېیمه) هرات کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، قومي مخورو، دولتي مسوولانو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د روغتیا وزارت سرپرست که څه هم د دغه جوړېدونکي روغتون لګښت په اړه جزییات نه‌دي ورکړي، خو په وینا یې چې د یو افغان سوداګر له لوري جوړیږي.

ښاغلي جلالي ډاډ ورکړ چې دغه برخه کې د یاد سوداګر هر اړخیز ملاتړ کوي، ترڅو ولسونه ته یې ګټه ورسیږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته معیاري او عادلانه روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

ورته وخت کې د هرات والي نور احمد اسلام جار وویل، هڅه کوي چې د روغتیا برخې ته د سوداګرو سوداګرو توجه راجلب کړي.

د یاد روغتون جوړونکي عبدالظاهر هم ژمنه وکړه چې دغه روغتون به په ښه کیفیت جوړوي او ژر به یې تعمیراتي چارې سر ته رسوي.

مطالب

هرات کې ۴۰۰
بستریز روغتون جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

هرات کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړیږي.