Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بهرنیوچارو وزارت: دامهال څه باندې ۱۰زره افغانان نورو هېوادونو کې بندیان دي.
۱ اسد ۱۴۰۴

بهرنیوچارو وزارت: دامهال څه باندې ۱۰زره افغانان نورو هېوادونو کې بندیان دي.



د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې دامهال څه باندې لس زره افغانان د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې بندیان دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

که څه هم د بهرنیوچارو وزارت چارواکو بهر کې د افغان بندیانو د کره شمېر په ډاګه نه‌کړ، خو یاده یې کړه چې له لس زرو ډېر افغانان نورو هېوادونو کې بندیان دي.

د دوی په وینا هڅې روانې دي چې د دغو بندیانو کره شمېر معلوم او د خوشې کولو لپاره له هېوادونو سره اړیکې ټینګې او پلان جوړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو همداراز ټينګار وکړ چې د یادو بندیانو ډېره برخه په ایران کې دي. دوی زیاته کړه چې له ایران سره د خبرو او هلوځلو په پایله کې یوشمېر افغان بندیان د یاد هېواد له زندانونو راخوشې او افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو راهیسې ګڼ‌شمېر افغان بندیان له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه خوشې شوي او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

مطالب

بهرنیوچارو وزارت
دامهال څه باندې ۱۰زره افغانان
نورو هېوادونو کې بندیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ